دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 108201
محسني:په انتخاباتي درغلیو د تورنو غيرحاضرو کارکوونکو په اړه غیابي پرېکړه کوو
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي؛ د انتخاباتو د هغو کارکوونکو د برخلیک په اړه به په غیاب کې پرېکړه وکړي چې په درغلیو تورن پېژندل شوي دي.
دې کمیسیون یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون څه باندې لسو زره موقت او له شلو زیات دایمي مامورین د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې په درغلیو کې لاس لري.
د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون له خوا په درغلیو تورنو کسانو ته ورکړل شوی مهلت پای ته ورسېد؛ خو داسې ښکاري چې یوشمېر کسانو د ځان د سپیناوي لپاره اقدام نه دی کړی.
د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویاند نادر محسني له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ونه ویل چې کوم شمېر کسان د ځان د دفاع لپاره کمیسیون ته ورغلي وو؛ خو یادونه یې وکړه چې د غیرحاضرو تورنو کسانو په اړه به غیابي پرېکړه وشي:
"د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له دې اعلان وروسته چې د ځینو کسانو نومونه ښايي په تور لېست کې راشي؛ هغوی ته موقع ورکړل شوه چې راشي او د ځان دفاع وکړي.
ځینو دې کسانو زموږ ولایتي او مرکزي دفترونو ته مراجعه وکړه او د ځان دفاعیې یې وړاندې کړې. د کمیسیون دایمي کارکوونکي هم چې په اړه یې سوالونه وو؛ د انتخاباتي شکایتونو مستقل کمیسیون ته راغلل او د ځان دفاع یې وکړه. ځینې کسان چې د ځان د دفاع لپاره حاضر نه شول؛ د هغو په اړه به په غیاب کې پرېکړه وشي."
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې که پر تورنو کسانو د درغلیو تورونه ثابت شي؛ نو هغوی به له کاره لېرې او نومونه به یې په تور لېست کې شامل شي.
معلومه نه ده چې آیا د تورنو کسانو دفاعیې به د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د قناعت وړ وګرځي کنه. په دې اړه ښاغلي محسني هم څه ونه ویل؛ خو ده زیاته کړه چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به په راتلونکو څو ورځو کې د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې د درغلیو د څرنګوالي په اړه خپل راپور خپور کړي.
همدې کمیسیون یوه اونۍ مخکې ویلي وو چې د انتخاباتو څه باندې لس زره موقتو او له شلو زیاتو دایمي کارکوونکو په انتخاباتو کې په سرغړونو او درغلیو کې لاس درلود. د شکایتونو کمیسیون تورنو کسانو ته یوه اونۍ وخت ورکړی و چې د دې تورونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي.
په انتخاباتي سرغړونو او درغلیو کې له تورنو کسانو سره حساب کتاب او په انتخاباتي کمیسیونونو کې اصلاحات؛ د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو د موافقې یوه مهمه برخه وه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchv6nzz23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته