کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسني: د باطل شویو محلونو په ارتباط د ثبت شویو شکایتونو په اړه سبا خپله پریکړه اعلانوو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 سنبله 1393 ساعت 17:23


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د دوو غونډو د باطل شویو محلونو په ارتباط د ثبت شویو شکایتونو په اړه به سبا ته خپله پریکړه اعلان کړي.
د رایو د ابطال په دوهمه علني غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا پنځه اویا محلونه باطل اعلان شول.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني نن خبریالانو ته وویل؛ چې د دغه باطل شویو محلونو په اړه د تحول او تدام ټیم له خوا پنځلس شکایتونه ثبت شوي دي.
خو د نوموړي په وینا، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د انتخاباتي محلونو د ابطال د پرونۍ غونډې په اړه تر اوسه د کوم ټیم له خوا شکایتونه نه دي ثبت شوي.
د انتخاباتو خپلوا ک کمیسیون پرون په درېیمه علني غونډه کې د درېیو زرو محلونو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه چې؛ په کې نهه شپیته محلونه باطل اعلان شول.


د مطلب کود: 97812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97812/محسني-د-باطل-شویو-محلونو-په-ارتباط-ثبت-شکایتونو-اړه-سبا-خپله-پریکړه-اعلانوو

آوا
  https://www.avapress.com