کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا: د وسله والو طالبانو یو جګپوړی قوماندان وژل شوی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 ثور 1393 ساعت 13:51


افغان امنیتي چارواکي په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وايي، د ملي پوليسو په کمين کې د خوشامند ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی ولسوال او نظامي مسوول نورمحمد نظام خېل له خپلو څلورو وسله والو ملګرو سره ووژل شو.
بیان زیاتوي، وسله والو طالبانو پلان درلود چې د خوشامند ولسوالۍ د جمجمو په سيمه کې د ملي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړي خو پوليسو ته په دې اړه له مخکې اطلاع ورکړل شوې وه.
بیان د نښتې په جریان کې د درې تنه ملي پوليسو اود يوه تن د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.
بیان زیاتوي، چې نظام خېل د طالبانو له مهمو قوماندانانو څخه و، چې د لويو لارو پر سر به يې ماينونه خښول او وخت ناوخت به یې پر افغان او نړیوالو ځواکونو حملې کولې.


د مطلب کود: 90923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90923/پکتیکا-د-وسله-والو-طالبانو-یو-جګپوړی-قوماندان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com