کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر عبداله عبداله پرونی برید وغانده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 17 جوزا 1393 ساعت 10:13


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ په کاندید عبداله عبداله باندې پرونۍ برید وغانده او په افغانستان کې یې نوي حکومت ته د واک د خوندي انتقال غوښتنه وکړه.
پرون په کابل کې د عبداله پر یوه انتخاباتي کمپاین دوې چاودنې وشوې چې؛ لږ تر لږه شپږ تنه په کې ووژل شول.
د ملګرو ملتو د امنیت شورا په خپاره کړي بیان کې ویل شوې دي؛ چې د امنیت شورا غړي د افغانستان د ډیموکراتیک بهیر ملاتړ کوي او د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو چې د اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله ترمنځ د غبرګولي په ۲۴ کیږي؛ له نژدې څاري.
امنیت شورا پر ملکیانو برید او د انتخاباتو ګډوډل وغندل.


د مطلب کود: 92977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92977/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-پر-عبداله-پرونی-برید-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com