دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 92977
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر عبداله عبداله پرونی برید وغانده
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ په کاندید عبداله عبداله باندې پرونۍ برید وغانده او په افغانستان کې یې نوي حکومت ته د واک د خوندي انتقال غوښتنه وکړه.
پرون په کابل کې د عبداله پر یوه انتخاباتي کمپاین دوې چاودنې وشوې چې؛ لږ تر لږه شپږ تنه په کې ووژل شول.
د ملګرو ملتو د امنیت شورا په خپاره کړي بیان کې ویل شوې دي؛ چې د امنیت شورا غړي د افغانستان د ډیموکراتیک بهیر ملاتړ کوي او د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو چې د اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله ترمنځ د غبرګولي په ۲۴ کیږي؛ له نژدې څاري.
امنیت شورا پر ملکیانو برید او د انتخاباتو ګډوډل وغندل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbz9b9.rhb5zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته