کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 سرطان 1393 ساعت 16:20


 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي جیمز دابنز سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو، د سولې د بهیر او د افغانستان او د سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي جیمز دابنز د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو بهیر مثبت وباله او په انتخاباتوکې یې د خلکو ګډون وستایه.
ښاغلي جیمز دابنز د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو هیاتونو ټاکل کېدل، د افغانستان د حکومت لخوا پرځای اقدام وباله او له دغه نوښت څخه یې هرکلی وکړ.
جمهوررئیس حامدکرزي د۱۳۹۳ لمریزکال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانانو په دغو انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره خپله ملي دنده ترسره کړه .
جمهوررئیس کرزي ډاډ څرګند کړ چې د نوي منتخب جمهوررئیس د تحلیف مراسم به د زمري په ۱۱ نېټه ترسره شي.


د مطلب کود: 94283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94283/جمهوررئیس-حامدکرزي-د-افغانستان-او-پاکستان-لپاره-امریکا-له-ځانګړي-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com