دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 94283
جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل
 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي جیمز دابنز سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو، د سولې د بهیر او د افغانستان او د سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي جیمز دابنز د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو بهیر مثبت وباله او په انتخاباتوکې یې د خلکو ګډون وستایه.
ښاغلي جیمز دابنز د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو هیاتونو ټاکل کېدل، د افغانستان د حکومت لخوا پرځای اقدام وباله او له دغه نوښت څخه یې هرکلی وکړ.
جمهوررئیس حامدکرزي د۱۳۹۳ لمریزکال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانانو په دغو انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره خپله ملي دنده ترسره کړه .
جمهوررئیس کرزي ډاډ څرګند کړ چې د نوي منتخب جمهوررئیس د تحلیف مراسم به د زمري په ۱۱ نېټه ترسره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdsx0n.yt0oj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته