د میدان وردګو ولایت په سیداباد،جلریز او نرخ ولسوالیو کی تیره شپه د
بیلابیلو پيښو په ترڅ کی د یو وزیرستاني په ګدون ۴ وسله وال مخالفین وژل
شوي،۳ ټپیان دي او یو بل ژوندی نیول شوی،همدا راز درې امنیتۍ سرتېرې
ټپيان شوي دي .
د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې د وسله والو مخالفینو د دوو ډلو ترمنځ
د نښتې له امله یو تن وژل شوی دی او همدا راز د یادې ولسوالۍ په ده مسلم
په سیمه کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو مخالفینو یو مهم غړی غلام جان
وژل شوی دی .
بلخوا د جلریز ولسوالۍ په سنګ شاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو
مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې د یو وزیرستاني په ګډون دوه تنه
مخالفین وژل شوي او درې نور ټپیان دي .
په ورته وخت کې د میدان ښار د زراعت لیسې په سیمه کې د وسله والو
مخالفینو یو ماین جوړونکی،چې عبدالغني نومیږي،د امنیتي ځواکونو له لورې
ژوندی نیول شوی دی .
به ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په سیداباد
ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یوې هانوې موټر د چپه کیدو له امله درې
پولیس ټپیان شوي،خو روغتیایې وضعه یې د ډاډ وړده