د میدان وردګو ولایت په سیداباد،جلریز او نرخ ولسوالیو کی تیره شپه د
بیلابیلو پيښو په ترڅ کی د یو وزیرستاني په ګدون ۴ وسله وال مخالفین وژل
شوي،۳ ټپیان دي او یو بل ژوندی نیول شوی،همدا راز درې امنیتۍ سرتېرې
ټپيان شوي دي .
د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې د وسله والو مخالفینو د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله یو تن وژل شوی دی او همدا راز د یادې ولسوالۍ په ده مسلم په سیمه کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو مخالفینو یو مهم غړی غلام جان وژل شوی دی .
بلخوا د جلریز ولسوالۍ په سنګ شاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې د یو وزیرستاني په ګډون دوه تنه مخالفین وژل شوي او درې نور ټپیان دي .
په ورته وخت کې د میدان ښار د زراعت لیسې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو یو ماین جوړونکی،چې عبدالغني نومیږي،د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی نیول شوی دی .
به ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یوې هانوې موټر د چپه کیدو له امله درې پولیس ټپیان شوي،خو روغتیایې وضعه یې د ډاډ وړده

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)