کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېګل وايي له افغانستانه د ځواکونو وتلو پر پرېکړې د بیا غور اړتیا نه شته

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 اسد 1393 ساعت 12:27


د امریکا دفاع وزیر دا وړاندیزونه رد کړل چې له افغانستانه دې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهالویش له سره غور وشي.
چک هیګل د جرمني په شتوتګارت کې د امریکا- اروپا په مرکزي قومانداني کې له یو شمېر پوځي چارواکو سره وکتل او ویې ویل، چې امریکایي پوځیان باید له افغانستانه په ۲۰۱۶ کې د وتلو پر پروګرام بیا فکر وکړي او پریږدي چې قوماندانان د افغانستان له شرایطو سره سم پرېکړه وکړي.
هیګل وویل،راوباما پریکړه کړې ده چې په افغانستان کې د پوځیانو شمیر د ۲۰۱۵ کال تر اخره ۵۰۰۰ زرو ته راښکته کړي او د ۲۰۱۶ کال په پای کې یوازې زر عسکر پریږدي..
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ مخکې ویلي و چې د یاغیانو ګواښونه او د افغان ځواکونو ظرفیتونو ته باید وکتل شي او بیا پریکړه وشي.
چک هیګل په جرمني کښې وویل، قوماندانان هر وخت د شرایطو خبره کوي او د همدې لپاره موږ هم پر دغه اساس مخته تللي یوو او له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پرېکړه شوې ده.


د مطلب کود: 96578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96578/هېګل-وايي-له-افغانستانه-د-ځواکونو-وتلو-پر-پرېکړې-بیا-غور-اړتیا-نه-شته

آوا
  https://www.avapress.com