دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 96578
هېګل وايي له افغانستانه د ځواکونو وتلو پر پرېکړې د بیا غور اړتیا نه شته
د امریکا دفاع وزیر دا وړاندیزونه رد کړل چې له افغانستانه دې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهالویش له سره غور وشي.
چک هیګل د جرمني په شتوتګارت کې د امریکا- اروپا په مرکزي قومانداني کې له یو شمېر پوځي چارواکو سره وکتل او ویې ویل، چې امریکایي پوځیان باید له افغانستانه په ۲۰۱۶ کې د وتلو پر پروګرام بیا فکر وکړي او پریږدي چې قوماندانان د افغانستان له شرایطو سره سم پرېکړه وکړي.
هیګل وویل،راوباما پریکړه کړې ده چې په افغانستان کې د پوځیانو شمیر د ۲۰۱۵ کال تر اخره ۵۰۰۰ زرو ته راښکته کړي او د ۲۰۱۶ کال په پای کې یوازې زر عسکر پریږدي..
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ مخکې ویلي و چې د یاغیانو ګواښونه او د افغان ځواکونو ظرفیتونو ته باید وکتل شي او بیا پریکړه وشي.
چک هیګل په جرمني کښې وویل، قوماندانان هر وخت د شرایطو خبره کوي او د همدې لپاره موږ هم پر دغه اساس مخته تللي یوو او له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پرېکړه شوې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc4pqo.2bqem8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته