کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس حامد کرزي د مـلګـرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکې له سفیر سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 سنبله 1393 ساعت 9:19


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبیش او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفیر ښاغلي جیمز کهنینګم سره تیره مازیګر په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي کوبیش او ښاغلي کهنینګم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر د پرمختګ د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس کرزي ته معلومات ورکړل.
د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د رایو د تفتیش د پروسېد ځنډیدو له امله د جمهوررئیس کرزي حوصله مندي وستایله.


د مطلب کود: 97898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97898/جمهوررئیس-حامد-کرزي-د-م-لګ-رو-ملتونو-سازمان-له-ځانګړي-استازي-او-په-کابل-کې-امریکې-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com