کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان تر منځ په څلور اړخیزه غونډه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

افغان غږ آژانس(آوا) , 7 حمل 1391 ساعت 11:42

د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان مشرانو دا هم وویل چې د نوموړو هېوادونو تر منځ به د ګډو تهدیدونو د مخنیوي په برخه کې یو له بل سره همکاري کوي او په دې برخه کې به له یو بل سره معلومات شریکوي.


د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان د جمهورو رئیسانو په ګډون تېر ماښام د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه.

ددغې څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې په منطقه کې د ګډو ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې او د سیمه اییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

همدا راز د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان مشرانو دا هم وویل چې د نوموړو هېوادونو تر منځ به د ګډو تهدیدونو د مخنیوي په برخه کې یو له بل سره همکاري کوي او په دې برخه کې به له یو بل سره معلومات شریکوي.



د مطلب کود: 38511

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/38511/د-افغانستان-تاجکستان-ایران-او-پاکستان-تر-منځ-په-څلور-اړخیزه-غونډه-کې-همکاریو-پر-پراختیا-ټینګار-وشو

آوا
  https://www.avapress.com