دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 38511
د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان تر منځ په څلور اړخیزه غونډه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو
د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان مشرانو دا هم وویل چې د نوموړو هېوادونو تر منځ به د ګډو تهدیدونو د مخنیوي په برخه کې یو له بل سره همکاري کوي او په دې برخه کې به له یو بل سره معلومات شریکوي.
د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان د جمهورو رئیسانو په ګډون تېر ماښام د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه.

ددغې څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې په منطقه کې د ګډو ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې او د سیمه اییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

همدا راز د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان مشرانو دا هم وویل چې د نوموړو هېوادونو تر منځ به د ګډو تهدیدونو د مخنیوي په برخه کې یو له بل سره همکاري کوي او په دې برخه کې به له یو بل سره معلومات شریکوي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfytdm.w6dcyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته