د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان د جمهورو رئیسانو په ګډون تېر ماښام د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه.
ددغې څلور اړخیزې غونډې په ترڅ کې په منطقه کې د ګډو ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې او د سیمه اییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
همدا راز د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان مشرانو دا هم وویل چې د نوموړو هېوادونو تر منځ به د ګډو تهدیدونو د مخنیوي په برخه کې یو له بل سره همکاري کوي او په دې برخه کې به له یو بل سره معلومات شریکوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)