دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 77803
د افغانستان، تاجکستان او روسیې ترمنځ درې اړخیزه تړون په شیرخان بندر کې لاسلیک شو

د افغانستان، تاجکستان او روسیې د سرحدي خدماتو مشرانو پرون په شېرخان بندرخان په خپل منځ کې د سرحدي همکاریو پروتوکول لاسلیک کړ.
د تاجکستان د پوله ساتو د ریاست ویندوی خشنود رحمت الله یف وویل، د دې سند پراساس به درې هیوادونه په سرحدي چارو کې معلومات تبادله کوي، همکارۍ پراخوي او ګډ عملیات ترسره کوي.
دا سند د افغانستان د سرحدي پولیسو قومندان جنرال ګل نبي احمدزي، د تاجکستان د سرحدي ځواکونو قومندان ډګرجنرال شېرعلي میرزا او د روسیې د سرحدي قواوو قومندان جنرال ولادیمیر کولیشوف د تاجکستان پولې ته نژدې د افغانستان د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې لاسلیک کړ

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc14qm.2bqmx8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته