دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 289718
د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکر له ابو نصر فراهي بندر څخه بېرته مسترد شول
د ستندرد ملي اداره وايي، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې د ټیټ کیفیت د تېلو ۳۳ ټانکرونه بېرته مسترد شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي سټنډرډ اداره وايي، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۳۳ ټیټ کیفیت لرونکي د تیلو ټانکرونه مسترد شوي دي.
 
په هغه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه (د ثور ۱۲مه) خپره شوې، دغه رياست يو ځل بيا له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بې کيفيته توکو له واردولو ډډه وکړي.
 
د يادونې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې له بېلابېلو بندرونو څخه سلګونه د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdca6onua49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته