دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 289675
ترکیش ایرلاین افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې
ترکیش ایرلاین په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې به افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکیې دغه هوايي شرکت اعلان کړی چې له استانبول څخه کابل ته په اونۍ کې څلور الوتنې کوي.
 
ترکي رسنیو د دغه شرکت په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې دغه الوتنې هره اونۍ د سه شنبې، چهارشنبې، جمعې او یکشنبې په ورځو ترسره شي.
 
باید وویل شي، چې په تېر کال کې او د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته یو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.
https://avapress.com/vdccmoqip2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته