دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 289655
د هرات سیمه ییزې ادارې د تېر ماښام پر لمونځ کوونکو تروریستي برید په کلکه وغانده
د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس وايي، د هرات سیمه ییزه اداره د تېرې شپې پر لمونځ کوونکو وحشیانه برید په کلکه غندي او خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دغه برید عاملین به ډېر ژر ونیول شي او سزا به ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د والي ویاند وايي، تېره شپه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د یوه جومات پر لمونځ کوونکو د نامعلومو وسله والو د برید په پایله کې د یوې ښځې او ماشوم شهید په ګډون شپږ تنه شهید شوی او درې نور ټپیان شوي.
 
د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس زیاتوي چې د هرات سیمه ییزه اداره دغه وحشیانه برید په کلکه غندي او ډاډ ورکوي چې د دغه برید د عاملینو د نیولو لپاره د اسلامي امارت د ځواکونو هڅې روانې دي او هغوی به پیدا او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
 
ځايي سرچينې وايي، تېره شپه د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو په بريد کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
https://avapress.com/vdcamonum49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته