افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې د تړانګې د اوسیدونکو په خلاف پنځه جنایتونه ترسره کړل. چې له ډلې یې ۴۷ تنه شهیدان او ۶۱ تنه نور ټپیان شوي دي
په دې ډول د غزې د اوسېدونکو په وړاندې د صهيونېسټ رژيم د جنګ له شروع کېدو نه د اکتوبر له اوومې نېټې څخه (۱۵م ميزان ۱۴۰۲) تراوسه پورې ۳۴ زره ۵۳۵ فلسطينيان شهيدان او ۷۷ زره ۷۰۴ ژوبل شوي دي.
په عین حال کې د غزې د ښار د دفاع وزارت اعلان وکړ: د جګړې له پیله تراوسه د سلګونو ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې د څه دپاسه لس زره شهیدان پاتې دی او د ژغورنې ډلې نه دی توانیدلی چې د هغوی جسدونه وباسی د روغتیا وزارت دا نه دي ویلي چې که دا کسان شامل شي نو د شهیدانو شمېر به څه باندې ۴۴ زرو تنو ته ورسېږي.