دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 289680
په کونړ ولایت کې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پروژه بشپړه شوه
د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 
 
د ملي تلویزیون د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په بشپړیدو سره ۱۶۸ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
https://avapress.com/vdciv3arut1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته