دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 289673
یوناما په هرات کې د امام زمان (ع) پر جومات پرون ماښام ترهګریز برید غندلی دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یوه بیان کې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان پر جومات د تېرې شپې تروریستي برید چې له امله یې ۷ تنه شهیدان او ټپیان شول، په کلکه غندي او د دې پېښې د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یوناما نن سه شنبه (د ثور ۱۱مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي: «د تیرې شپې برید په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات شوی چې په پایله کې یې د یوه تن ښځه او یو ماشوم په ګډون ٦ تنه شهیدان  او دوه نور ټپیان شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې تیر ماښام د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان(ع) پر جومات د وسله والو په برید کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
 
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ترهګریز برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
https://avapress.com/vdca0onue49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته