دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 289623
دغه لویه لار په سالنګ کې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې ده
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار له تېرې شپې راهیسې د سختو واورو او توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس اعلان کړی، چې دغه لویه لاره نن سهار اته بجې د واورې ورښت او توپان له امله تر بل خبر پورې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه دغه لویه لار تر راتلونکې خبرتیا پورې د ټولو موټرو پر مخ تړلې ده.
 
باید وویل شي، چې سالنګ له څو ورځو راهیسې د سختو واورو او طوفان شاهده ده.
https://avapress.com/vdcf01d0mw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته