افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وزیرانو شورا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابینې ۲۱مه غونډه د اسلامي امارت د عالي مقام د مرستیال ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ، بارولو او کښته کولو په اړه خبرې وشوې او د کرنې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د کرنې د پرمختيا په موخه ځانګړې ځمکې پاکې کړي. د چارو او د عالي مقام له حکم وروسته به مشرتابه خپل عملي کار پیل کړي.
دغه راز په دې غونډه کې په بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د شپږو کرنیزو کمپلکسونو د جوړولو په اړه د کرنې وزارت پلان د اقتصاد وزارت مرستیال ته واستول شو، څو له ارزونې او تصویب وروسته دې غونډې ته وړاندې شي.