د افغانستان او تاجکستان ولسمشران به د همکاريو دوه اړخيز سندونه لاسليک کړي.
ټاکل شوې په همدې موخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې په ورځ په رسمي سفر تاجکستان ته لاړ شي.
د تاجکستان د اویستا خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر کرزی به په دوشنبې ښار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وویني او په خپلو کې به د همکاريو سندونه لاسليک کړي.
تاجکستان په ۱۹۹۲م کال د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه.
دا هیواد له افغانستان سره ۱۷۵۰ کیلومتره پوله لري چې؛ په ډېره برخه کې یې امودریا تېر شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)