د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو د ترهګرۍ، سختدریځۍ او دغه راز د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي سربیره د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.
د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس د تاجکستان د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره خبر ورکړی چې دواړه مشران په ګډه پوله کې د امنیتي تدابیرو د زیاتولو اړتیا ویني. د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو د ترهګرۍ، سختدریځۍ او دغه راز د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي سربیره د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی په اسلامي هیوادونو کې د ستونزو د پای ته رسېدو او د اسلامي هیوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو ملاتړ وکړ. دواړو ولسمشرانو د مجرمانو د تبادلې او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا موافقې هم لاسلیک کړې. سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل