کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان پلاوي په یونان کې د ډوبې شوې کښتۍ په اړه څېړنې پیل کړي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 جدی 1391 ساعت 12:28


یو افغان پلاوی د یونان په اوبو کې د هغې کشتۍ د ډوبېدو په اړه تحقیقات کوي؛ چې لسګونه افغانان په کې مړه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه مقام د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل؛ په دې پیښه کې ۲۸ افغانان چې غوښتل يې له ترکې څخه یونان ته ورسیږي، مړه شوي دي.

د هغه په وینا له دې پیښې څخه یوازې یو افغان ژوندی راوتی دی.

راپورونه وايي، دغه وړه کشتۍ چې نزدې دېرش افغان پناه غوښتونکي په کې سپاره وو او لس ورځې وړاندې يې له ترکې څخه حرکت کړی و؛ د یونان په اوبو کې ډوبه شوې ده.


د مطلب کود: 54772

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/54772/افغان-پلاوي-په-یونان-کې-د-ډوبې-شوې-کښتۍ-اړه-څېړنې-پیل-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com