تاریخ انتشار :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۴
کد مطلب : 152579
له چابهار بندره د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو پیل په اړه د اسلام اباد دریځ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان هند او ایران ترمنځ د چابهار بندر له لارې د ټرانزيټي معاملاتو د پیل په اړه د اسلام اباد دریځ څرګنده کړه او ټینګار کوي چې اسلام اباد په دې اړه کومه اندیښه نه لري.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند محمد فیصل د ایران له تهران ټامیز ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د افغانستان، هند او ایران له خوا د چابهار بندر د فعالیتونو پیل په دې معنی نه ده چې د پاکستان پر خلاف او یا هم د پاکستان او چین د اقتصادي دهلېز پر خلاف یوه ائتلاف رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې له افغانستان، ایران، او چین سره د پاکستان سوداګریزي او اقتصادي اړیکې به د تل په څېر دوام ومومي.

ښغلي فیصل ټینګار وکړ، چې افغانستان حق لري له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ټرانزیټي اړیکې ولري.

د ښاغلي فیصل په وینا، ایراني چارواکو له دې وړاندې پاکستان ته اطمینان ورکړي چې چابهار او د پاکستان ګوادر بندر د یوبل بشپړونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هند حکومت تیره میاشت په رسمي ډول له افغانستان سره د چابهار بندر له لارې خپل صادارت پیل کړل او ټاکل شوې چې د دغه بند له لارې ۱،۱ میلیون ټونه غنم په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته صادر شي.

منبع : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9qyak9nn4.rpra.html
ارسال نظر
نام شما
آدرس ايميل شما