کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انځوریز راپور/ په تهران کې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر په حضور کې د جی۵ غړو هېوادونو د وینې انتقال مدیرانو د لومړۍ غونډې پای

27 دلو 1401 ساعت 15:09

په تهران کې د جی۵ غړو هیوادونو د وینې لیږد مدیرانو د لومړۍ غونډه په پای کي د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د نړیوال روغتیايي سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې عمومي رئیس ډاکټر احمد المنظري، ډاکټر محمد حسین نیکنام، د وزیر خاص مرستیال، د ایران د روغتیا وزارت د نړیوالو همکاریو عمومي رییس او همدارنګه مصطفی جمالي، د ایران د وینې انتقال سازمان اجرایوي رییس شتون درلود، دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د دلوې په ۲۶ مه د تهران په استقلال هوټل کې ترسره شوه.


آوا - تهران: په غړو هېوادونو کې د وينې لېږدونې د خدمتونو د وضعيت څېړل، د ننګونو د حل لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختيا د امکاناتو څېړل او د وينې لېږد په برخه کې د ګډو ګټو برابرول د دغې دوه ورځنۍ غونډې مهمې موخې وې.
داوطلبانه وینه ورکول، د وینې د اجزاوو چمتو کول، د وینې د معایناتو سیسټمونه او د وینې د محصولاتو د روغتیا او کیفیت د ښه والي لپاره نوې تکنالوژي جوړول، د جی۵ غړو هیوادونو د وینې انتقال مدیرانو د لومړۍ غونډې څلور محورونه وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت، افغانستان، پاکستان، عراق، تاجکستان او په تهران کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي په کښي کډون کوي وو.
 


د مطلب کود: 265594

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/gallery/265594/1/انځوریز-راپور-په-تهران-کې-د-افغانستان-عامې-روغتیا-وزیر-حضور-جی۵-غړو-هېوادونو-وینې-انتقال-مدیرانو-لومړۍ-غونډې-پای

آوا
  https://www.avapress.com