کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عظیمي: امریکا به د روان کال تر پایه ۶۲ هلیکوپټرې افغان ځواکونو ته ورکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 میزان 1393 ساعت 19:55


دفاع وزارت وایي، د امریکا متحده ایالات به د روان میلادي کال تر پایه دوه شپيته هلیکوپټرې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي.
د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې دغه الوتکې له امریکا سره د مخکیني توافق له مخې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل کیږي:
"د امریکا له متحده ایالتو سره د دفاع وزارت د توافقاتو له مخې؛ ټاکل شوې دوه شپیته امریکایې هلیکوپټرې د روان کال تر پایه افغانستان ته ورکړل شي."
نوموړی وایي، د افغانستان هوایي ځواک به د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه دومره مجهز شي څو وکړای شي؛ خپلې اړتیاوي پوره کړي.


د مطلب کود: 100110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100110/عظیمي-امریکا-د-روان-کال-تر-پایه-۶۲-هلیکوپټرې-افغان-ځواکونو-ته-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com