کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نظري: تر دوشنبې پورې د څرخي پله د زندانیانو لیسټ ولسمشر غني ته سپارو

دصدای افغن خبری اژانس(اوا) , 19 میزان 1393 ساعت 15:52


د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي؛ تر راروانې دوشنبې پورې د څرخي پله د زندانیانو لسټ ولسمشر اشرف غني احمدزي ته سپاري.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري نن ازادي راډیو ته وویل؛ له پنجشنبې ورځې راهیسې په دې لیسټونو کار روان دی چې؛ د لومړنۍ، استیناف او تمیز محکمو دوسیې په کې شاملې دي.
ولسمشراشرف غني احمدزي د تېرې چهارشنبې په شپه د څرخي پله له زندانیانو سره وکتل او په لویې څارنوالۍ یې امر وکړ چې؛ تر راتلونکې دوشنبې دې د دغو زندانیانو بشپړ لیسټ ده ته وسپاري.
له زندانیانو سره د ولسمشر احمدزي د لیدنې هدف په عدلي او قضايي سیسټم کې د اصلاحاتو راوستل بلل شوي.


د مطلب کود: 100219

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/100219/نظري-تر-دوشنبې-پورې-د-څرخي-پله-زندانیانو-لیسټ-ولسمشر-غني-ته-سپارو

آوا
  https://www.avapress.com