کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غني: خلک دې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره وخت ورکړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 عقرب 1393 ساعت 12:17


دافغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون [چهارشنبه] پرخلکو ږغ وکړچې له اداري فساد سره د مبارزې او په چاروکې د اساسي بدلون راوستلو لپاره وخت ورکړي.
د ارګ مطبوعاتي اعلامیه وايي چې ولسمشرغني د اداري فساد د مخنیوي لپاره پریکړه کړې چې تردې وروسته به د لویو قراردادونو څارنه هم په خپله کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد، د څار او ارزونې خپلواکې کمیټې له ولسمشرمحمد اشرف غني غوښتنه وکړه چې د اداري فساد پرضد مبارزه کې جدي ګامونه واخلي.
د فرانس پرس خبري اژانس د دې ادارې د مشرې په حواله وویل چې په افغانستان کې د پخواني ولسمشر له خوا په رامنځ ته شوي اداري سیسټم کې د ژور بدلون اړتیا ده.


د مطلب کود: 102494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102494/اشرف-غني-خلک-دې-له-اداري-فساد-سره-د-مبارزې-لپاره-وخت-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com