دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 102494
اشرف غني: خلک دې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره وخت ورکړي

دافغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون [چهارشنبه] پرخلکو ږغ وکړچې له اداري فساد سره د مبارزې او په چاروکې د اساسي بدلون راوستلو لپاره وخت ورکړي.
د ارګ مطبوعاتي اعلامیه وايي چې ولسمشرغني د اداري فساد د مخنیوي لپاره پریکړه کړې چې تردې وروسته به د لویو قراردادونو څارنه هم په خپله کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد، د څار او ارزونې خپلواکې کمیټې له ولسمشرمحمد اشرف غني غوښتنه وکړه چې د اداري فساد پرضد مبارزه کې جدي ګامونه واخلي.
د فرانس پرس خبري اژانس د دې ادارې د مشرې په حواله وویل چې په افغانستان کې د پخواني ولسمشر له خوا په رامنځ ته شوي اداري سیسټم کې د ژور بدلون اړتیا ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf10dyjw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته