کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید هرکلی کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 قوس 1393 ساعت 20:02


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د مشرانو جرګې لخوا د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو د تائید تود هرکلی کوي.
جمهور رئیس ووېل: د مشرانو جرګې دغه اقدام د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یو ډېر مثبت او پر ځای عمل دی.
جمهور رئیس غني د افغانستان ـ امریکا او افغانستان ـ ناټو ترمنځ د امنیتي تړونونو تائیدول د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره یو ښه اقدام بولي او وایي، چې د دغو تړونونو له مخې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړ کنټرول په خپل لاس کې ولري او دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په يوه رسمي سفر د سارک په اتلسمه غونډه کې د ګډون په موخه له دوو ورځو راهیسي د نيپال په پلازمینه کتمندو کې دی.


د مطلب کود: 102982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/102982/جمهور-رئیس-غني-د-مشرانو-جرګې-لخوا-افغانستان-امریکا-او-ناټو-ترمنځ-امنیتي-تړونونو-تائید-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com