کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال عبدالرازق خپلو ځواکونو ته امر کړی چې طالبان په پاکستان کې تعقیب کړي/ ویدیو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 جدی 1393 ساعت 14:56


تاند- د کندهار امنیه قومندان وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د دولت وسله وال مخالفان د ډیورنډ کرښې تر پوري غاړې پوري تعقیب کړي.
جنرال عبدالرازق، چې د طالبانو تر ټولو خونړی دښمن ګڼل کېږي، په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له تصفیوي عملیاتو وروسته وویل چې خپلو سرتېرو ته یې ویلي چې پر هغو طالباتنو هم رحم ونه کړي چې د پاکستاني پوستو له شاوخوا څخه پر افغانستان بریدونه کوي.
دی وايي چې طالبان د پاکستان د سرحدي پوستو له څنګه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
ویل کېږي چې د طالبانو په وړاندې د جنرال عبدالرازق قاطع چلن په کندهار کې د امنیت له نسبي ښه کېدا سره مرسته کړې ده.
د چارو ځیني کتونکي د جنرال رازق دا ډول څرګندونې ګټوري نه بولي، وايي چې د ده خبرې پاکستان ته د افغانستان پر خاوره د توغندويي او نورو بریدونو پلمه په لاس ورکولی شي.


د مطلب کود: 104277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104277/جنرال-عبدالرازق-خپلو-ځواکونو-ته-امر-کړی-چې-طالبان-په-پاکستان-کې-تعقیب-کړي-ویدیو

آوا
  https://www.avapress.com