دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 104277
تاند- د کندهار امنیه قومندان وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د دولت وسله وال مخالفان د ډیورنډ کرښې تر پوري غاړې پوري تعقیب کړي.
جنرال عبدالرازق، چې د طالبانو تر ټولو خونړی دښمن ګڼل کېږي، په شورابک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد له تصفیوي عملیاتو وروسته وویل چې خپلو سرتېرو ته یې ویلي چې پر هغو طالباتنو هم رحم ونه کړي چې د پاکستاني پوستو له شاوخوا څخه پر افغانستان بریدونه کوي.
دی وايي چې طالبان د پاکستان د سرحدي پوستو له څنګه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
ویل کېږي چې د طالبانو په وړاندې د جنرال عبدالرازق قاطع چلن په کندهار کې د امنیت له نسبي ښه کېدا سره مرسته کړې ده.
د چارو ځیني کتونکي د جنرال رازق دا ډول څرګندونې ګټوري نه بولي، وايي چې د ده خبرې پاکستان ته د افغانستان پر خاوره د توغندويي او نورو بریدونو پلمه په لاس ورکولی شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgut9quak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته