دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 108478

دافغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره شپه د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس بارک اوباما سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دغه ویدیو کنفرانس کې دواړو جمهورو رئیسانو د افغانستان او امریکاترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د تروریزم پرخلاف د ګډې مبارزې، د غوڅ ماموریت د پرمختګونو، یو شمېر سیمه ایزو مسئلو او واشنګټن ته د جمهور رئیس غني په مشرۍ د افغان پلاوي د نیږدې کېدونکي سفر په باب خبرې وکړې.
ښاغلي بارک اوباما په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې له امله جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د هر ډول همکاریو چمتوالی څرګند کړ.
جمهور رئیس بارک اوباما په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د حکومت هڅې وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ چې امریکا د افغانانو په مالکیت د سولې له روان بهیر څخه ملاتړ کوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په تېرو کلونوکې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو له مرستو او همکاریو او د امنیت د ټینګښت او له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې د دغه هېواد د سرتیرو د قربانیو له امله مننه او قدرداني وکړه.
د افغانستان جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دغه ځواکونه په دې وروستیوکې له دفاعي حالت څخه وتلي او د عمل نوښت یې په خپل لاس کې اخیستی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني سیمې او نړۍ ته نویو پېښېدونکو خطرونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې اوس ماحول بدل شوی او ترهګري سیمه او نړۍ ګواښي، د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره د سیمې او نړۍ په کچه پراخې همکارۍ ته اړتیا ده.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، زموږ ملي ګټې ایجابوي چې د هغو کسانو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شو او پرخلاف یې په غوڅو اقداماتو لاس پورې کړو چې افغانستان له خطر سره مخامخ کوي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د سیمې له هېوادونو او اسلامي نړۍ سره د افغانستان په اړیکوکې مثبت بدلون راغلی او په دې برخه کې د پرمختګ په حال کې یو.
په دغه ویدیو کنفرانس کې د افغانستان د حکومت اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري له شویو مرستو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه.
ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې شویو پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان دولت او خلک په هېواد کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره یو واحد لید لوری لري او سوله خپل لومړیتوب ګڼي.

سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5j0fjyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته