دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 68924
د افغانستان او امریکا جمهورو رئیسانو د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د امریکا د متحده ایالاتو جمهوررئیس بارک اوباما پرون ماښام د ویدیو کنفرانس له لارې د یوې اړیکې په ترڅ کې د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره خبرې وکړې.
په دغه ویدیو کنفرانس کې چې شاوخوا یو نیم ساعت یې دوام وکړ، دواړو جمهورو رئیسانو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقه لیک، د سولې د پروسې او په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړیدو، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
حامدکرزي او بارک اوباما په دغه ویدیو کنفرانس کې په یادو مسلو باندې پر هر اړخیز بحث سربیره، یو بل ته په پوره وضاحت سره خپل لید لوري بیان کړل.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgty93.ak97x4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته