دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 96891
و غیر مسوول سیمه ییز قومندان د دغه ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې ووژل شو
د بغلان ولایت مسوولان وايي چې؛ د زاغک په نامه یو غیر مسوول سیمه ییز قومندان د دغه ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې ووژل شو.
د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل ازادۍ راډيو ته وویل، چې یاد شوی قومندان د خپل ورورسره نن په یولړ ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو او څلور ملګري یې ونیول شول.
ښاغلي امرخیل وویل، ددغه غیرمسوول وسله وال قومندان وژنه د دې ولایت د پولیسو یوه لاسته راوړنه ده.
امرخیل زیاته کړه، چې له دغه ولایته د نورو مخالفینو د له منځه وړلو لپاره عملیات دوام لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6ano.49nio1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته