افغان غږ خبری آژانس: د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د امام زمان(ع) پر جومات د داعش ترهګرې ډلې په برید کې یو تن سید محمد رضا حسیني ټپي شویی وو، پرون سهار د شهیدانو سره یو ځای شو.
د یادولو وړ ده چې د حسیني په شهادت سره د دغه ترهګریز برید د شهیدانو شمیر ۶ تنو ته لوړ شو او همدارنګه د راپورونو له مخې پدې پیښه کې په ټپیانو کې یوه میرمن هم تر درملنې لاندې ده.
د دوشنبې په شپه د مازدیګر او ماخوستن د لمانځه پر مهال د داعش ډلې د وسله والو کسانو د تروریستي برید په پایله کې لږ تر لږه شپږ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول او د دغه شهیدانو په شهادت سره د ټپیانو شمیره اویا تنو ته ورسیده. په دې پیښه کې د شهیدانو شمیر ۷ تنو ته ورسید.