دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 34458
د سولې عالي شورا قطر ته د طالب استازو د رسېدو خبرونه تایید کړل
د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار نن وویل چې د طالبانو څو تنه استازي د کورنیو له غړیو سره قطر ته رسیدلي دي.
تاند - د افغانستان د سولې عالي شورا قطر ته د وسله والو طالبانو د پلاوي د رسېدو خبرونه تایید کړل، ویې ویل چې ځینو هیوادونو له طالبانو سره مالي مرسته کړې چې هغوی په دوحې کې دفتر پرانیزي.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار نن وویل چې د طالبانو څو تنه استازي د کورنیو له غړیو سره قطر ته رسیدلي دي.


هغه همداراز وویل چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو په برخه کې ځینو هیوادونو مالي او لوژستیکي مرستې هم کړي.

ښاغلي قاسمیار په دې برخه کې د کوم هیواد نوم وانه خیست خو په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو هلې ځلې امریکا او جرمني پیل کړې دي.

د ده په وینا د ژمي له سړوالي سره سره له طالبانو سره په خبرو کې تودوالی لیدل کېږي.

سره له دې چې طالبانو تراوسه پوري د افغانستان له حکومت او یا د هغه له استازو سره تماس نه دی نیولی خو ښاغلی قاسمیار هیله لري چې طالبان به له افغانانو سره د افغانستان په مشرۍ خبرې وکړي.

وسلوالو طالبانو تراوسه پوري د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې منځ کې د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور له مخې امريكايي چارواکو ویلي د وسله والو طالبانو او د كرزي د كمزوري حكومت ترمنځ د خبرو اترو د پيل كولو لپاره له لس مياشتو هڅو وروسته دې پايلې ته رسېدلي چې د باور رامنځته كولو لپاره پنځه طالب مشران له ګوانتانامو راخوشي كړي . په دې پنځو تنو کې يو هم ملا فاضل دى.


امريكايي چارواكي وايي، دا طالب مشران به يو مخ له بنده خوشي نه شي، بلكې څارل كيږي به.




يوه څارګر ويلي، له ګوانتانامو بند څخه د پنځو طالب مشرانو د خوشي كولو او افغان حكومت ته يې د سپارلو پر سر د امريكا په استازوجرګه كې د جمهوري غوښتونكو او ډيموكراټانو ترمنځ اختلاف شته:
د امريكا په مشرانو جرګه كې د څارګرې كمېټې مهم جمهوري پلوه سناتور سكبي چمبلېس وايي، په ګوانتانامو كې خطرناك بنديان كه له هغه ځايه ولېږدول شي، نو سملاسي به امريكا ته ګواښ جوړ كړي.

ايي د دې بنديانو پرسر اختلاف وي چې دا خبرې اوس ځنډېدلې او افغان او امريكايي چارواكي وايي، د ولسمشر اوباما ادراه هيله منه ده چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې د ۲۰۱۲ كال په پسرلي كې چټكې شي.

په واشنګټن كې دوه امريكايي او افغان چارواكو له نومښودنې پرته اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، د وسله والو طالبانو او امريكايي چارواكو خبرې چې د دواړو خواوو ترمنځ د باور جوړونې لپاره كېدلې د ولسمشر كرزي د مخالفت له امله ځنډول شوې دي.
په دې خبرو كې مهم ټكي دا دی چې د وسله والو طالبانو د باور خپلولو لپاره دې ډلې ته د دفتر د پرانستلو اجازه وركړل شي، په ځينو سيمو كې اوربند وشي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwabf.rhbasp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته