افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تیوره، دولینه، چهارسده ولسوالیو او د دغه ولایت مرکز فیروزکوه کې د څه باندې ۱۰،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو اوبو رسولو شبکو د ترمیم کار پیل شوی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو شبکو په ترميمولو سره به څه دپاسه دوه زره کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.