کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ د طالبانو له لورې نومول شوی ولسوال مولوي عزیز ووژل شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 جدی 1393 ساعت 15:47


د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي عزیز د خپلو دوو ملګرو سره چې د ماینونو جوړولو انجینران و، ووژل شول.
د طالبانو دغه نومول شوی ولسوال د یکشنبه په ورځ د امنیتی ځواکونو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په پایله کی د تګاب ولسوالۍ د علي زیي کلي اړونده سیمه کې ووژل شو.
مولوي عزیز په کاپیسا ولایت کې د ځانمرګو بریدونو، د سړک غاړې ماینونو په ښخولو او د ملکي وګړو په وژنه کې رغنده لاس لره.
د هېواد ملي پولیسو د مولوي عزیز وژل کیدل د دولت وسله والو مخالفینو ته یو لوئ غاښ ماتوونکی ځواب بولي او د مولوي عزیز په وژلو سره به د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې ډاډمن امنیت خوندي شي.


د مطلب کود: 104677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/104677/دکاپیسا-ولایت-په-تګاب-ولسوالۍ-د-طالبانو-له-لورې-نومول-شوی-ولسوال-مولوي-عزیز-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com