کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور ریس غني د شانګهای او بریکس سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 سرطان 1394 ساعت 13:19


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د شانګهای سازمان د مشرانو په پنځلسمه او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د یو دوه ورځني رسمي سفر لپاره د فدراتیفې روسیې د اوفای ښار ته روان شو.
د هېواد جمهور رئیس به په دې سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې پر ګډون او وینا سربېره په بېلابېلو برخوکې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د اقتصادي مسئلو، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د نویو ګواښونو د مهارکولو د څرنګوالي په اړه د دغو سازمانونو د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو سره هم بحث او خبرې اترې وکړي.
له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر ملګرتیا کوي.


د مطلب کود: 114173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114173/جمهور-ریس-غني-د-شانګهای-او-بریکس-سازمان-مشرانو-په-غونډه-کې-ګډون-موخه-روسیې-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com