کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۶۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 سرطان 1394 ساعت 12:06


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په سمنګان، تخار، فاریاب، کاپيسا، کندهار، ارزګان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، غزنی او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۶۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۴۶ تنه ټپیان او ۸ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.


د مطلب کود: 114248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114248/۶۳-تنه-د-افغانستان-خلکو-او-خاورې-دښمنان-امنیتی-ځواکونو-بېلا-بېلو-ګډو-چاڼېزو-عملیاتو-پرمهال-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com