دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 114248
۶۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په سمنګان، تخار، فاریاب، کاپيسا، کندهار، ارزګان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، غزنی او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۶۳ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۴۶ تنه ټپیان او ۸ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfjjdycw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته