کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې د ځانمرګو بریدونو د دوه طرح کوونکو په ګډون د 34 طالبانو وژل کېدل!

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 22 سرطان 1394 ساعت 12:47


د عبدالله او رحمت په نامه دوه تنه د طالبانو د ډلې قوماندانان د هغو له ۲۸ تنو سره چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو بوخت وو د امنیتي ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د آستانه بابا په سیمه کې ووژل شول.
له دې سره د طالبانو د ډلې د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو دوه تنه طرح کوونکي استاد علي او عطا مراد له خپلو دوه تنه همکارانو سره چې د فاریاب ولایت په المار او دولت آباد ولسوالیو کې یې په ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې کاوه د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې وژل شوي دي.


د مطلب کود: 114344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/114344/په-فاریاب-ولایت-کې-د-ځانمرګو-بریدونو-دوه-طرح-کوونکو-ګډون-34-طالبانو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com