دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 114344
په فاریاب ولایت کې د ځانمرګو بریدونو د دوه طرح کوونکو په ګډون د 34 طالبانو وژل کېدل!
د عبدالله او رحمت په نامه دوه تنه د طالبانو د ډلې قوماندانان د هغو له ۲۸ تنو سره چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو بوخت وو د امنیتي ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د آستانه بابا په سیمه کې ووژل شول.
له دې سره د طالبانو د ډلې د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو دوه تنه طرح کوونکي استاد علي او عطا مراد له خپلو دوه تنه همکارانو سره چې د فاریاب ولایت په المار او دولت آباد ولسوالیو کې یې په ترهګریزو او ورانکارو چارو لاس پورې کاوه د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې وژل شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc00qs02bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته