دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 289508
چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي
په چین کې د افغانستان سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په چین کې د افغانستان له سفیر مولوي بلال کریمي سره وکتل. نوموړي د عینک د کانونو، د امو سیند د نفتو د حوزې، د تاله و برفک او د عینک دوهم د مسو کانونو د قراردادونو په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې ناسته کې وویل، د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پانګونې شرایط چې تر ټولو مهم یې په هېواد کې دننه د کانونو بشپړ پروسس دی، روښانه دي او ټول ملي او نړیوال پانګوال کولای شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

له بلې خوا مولوي بلال کریمي د امو سیند د نفتي حوزې او د عینک د مسو د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره خپلو لیدنو ته په اشارې سره وویل چې چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي کریمي ډاډ ورکړ چې د کانونو په پروژو کې د چینایي پانګوالو د جذبولو لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
https://avapress.com/vdchvwni623n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته