افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو د ستونزو د هوارولو د عالي کمیسیون چارواکي وايي، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارې تېره ورځ (جمعه) ۲۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
دغه راز ویل شوي، چې ۲۱۷ کورنیو ته وړیا سیم کارتونه ورکړل شوي او ۳۶ کورنۍ خپلو سیمو ته انتقال شوې او سلګونه نورو کورنیو ته هم مرستې ورکړل شوې.